د افغان‌ګاز او کود و برق شرکتونو د عالي شورا غونډه جوړه شوه

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۱:۶
123

د د افغان‎ګاز او کود و برق شرکتونو عالي شورا د مالي پلان د تصویب ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال سید محبوب‌الله رباني په مشرۍ ترسره شوه. پدې ناسته کې چې د مالیې، اقتصاد، تجارت او زراعت وزارتونو استازو او د یادو شرکتونو رئیسانو ګډون درلود، د ۱۳۹۸ مالي کال د کړنو او په پیرودونکو د پلورل شوي ګاز د قیمت په اړه لنډ معلومات وړاندې شول.

په یاده ناسته کې، د افغان‌ګاز د ساحوې کارکونکو د امتیازاتو د ورکړې، یوریا سرې، حرارتي بریښنا د تولیدي پلان د مسودې او د ۱۳۹۹ مالي کال د تشکیل په اړه معلومات وړاندې شول، چې له صلا مشورو وروسته تصویب شول.

 

#کانونو‌او‌پټرولیم‌وزارت #MoMP

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته