د څو اړخیز ګروپ MSG پنځوسمه غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۸:۱۳
ccc

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو د تسهیل معین محمد عتیق ذکي په مشرۍ د څو اړخیز ګروپ پنځوسمه غونډه، نن سهار د کانونو او پټرولیم وزارت د موزیم په تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د کلني راپور د پرمختګ، د کار او عمل پلان، د وظایفو د لایحې، عملیاتي پروسیجر او د اړیکو سټراټیژۍ په اړه بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو د تسهیل معین محمد عتیق ذکي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: په دې وروستیو کې څو اړخیز ګروپ، د عوایدو په راټولولو کې د روڼتیا د تامین، د قراردادونو او د ګټه اخیستونکو مالکانو د معلوماتو د افشاء او د AEITI د راپور د ترتیبولو په برخو کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

محمد عتیق ذکي د ګروپ له غړو وغوښتل چې خپل مسئولیتونه په سمه توګه ترسره کړي ترڅو د EITI د تعهداتو په پروسه کې سکتګي رامنځته نه شي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې پورته ذکر شوي اسناد دې په راتلونکې یوه اوونۍ کې د نظریاتو وړاندې کولو په موخه، د څو اړخیز ګروپ د غړو لخوا مطالعه شي ترڅو په نهایي اسنادو کې د دوی نظریات ځای پر ځای شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته