د کانونو پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف سره ولیدل.

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۰ - ۱۳:۱۰
sss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف، مل پلاوی او یو شمېر پاکستاني پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارات د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او ښه ګاونډیتوب د هرکلي په ترڅ کې وویل افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره اوږدمهاله ښې او دوستانه اړیکې لري. موږ خوښ یو چې له ۴۳ کلنې جګړې وروسته نن په ټول افغانستان کې ملي او اسلامي نظام حاکم دی او د خدای شکر دی چې هېوادوال مو له ځانګړي امنیت څخه برخمن دي.
ورپسې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف او ورسره مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د نېکو اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه او وویل: موږ ډېره لېوالتیا لرو چې په افغانستان کې پانګونه وکړو او همدارنګه د ډبرو سکرو او تالک د لېږد په اړه هم خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو له خوا د همکاریو ژمنې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته