د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سویس هیواد د ویدلوند کرس اند تریرنات آب شرکت رئیس ولیدل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۰
ss

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن چهارشنبه 25/12/1400 نېټه له اندریس د سویس هیواد د ویدلوند کرس اند تریرنات آب شرکت له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له افغانستان سره د سویس هیواد د دوستانه اړیکو او د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د ویدلوند کرس اند تریرنات آب شرکت رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د اروپايي هېوادونو د پانګوالو لپاره دې د کانونو په برخه کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو هغه پانګوال چې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي وکولای شي پانګونه وکړي، تر څو د هېواد د ملي عوایدو د کچه لوړه شي فقر  او بېوزلي له منځه لاړه شي او د اقتصاد دوه ومومي.
په پاى کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې د هېواد په کانونو کې به پانګوالو ته د پانګونې زمينه برابره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته