د کانونو او پترولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه جوړه شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۱۰:۸
xx

د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ  او د سروې جیولوجي د معین نورالله ستانکزي او د دغه وزارت د بېلا بېلو څانګود رئيسانو او مسولينو په حضور کې جوړه شوه.                      

پدې کتنه کې چې د وزارت د بېلابېلوڅانګو د رئيسانو د اجرا آتو د را پور د اورېدو په ترڅ کې د غوریان ، د اوسپنې ، ډبرو سکرو او کرومایټو کانونو په اړه پر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.                                                             

وروسته د اجنډا له مخې د غونډې ګډونوالو د یادو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د ستونزو د اورېدو پر مهال یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل ، چې د هر یوه په اړه د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول.   

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته