د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین د خلق جمهوریت له سفیر سره وکتل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۸:۵
Hg

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 15/4/1401 نېټه په کابل کې د چین د خلق جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګي او د هغوی سیاسي او اقتصادي سلاکار سره په خپل کار کې وکتل.

 په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په اړه، د افغانستان د علماوو شورا مبارکي وویله، چې د بهرنیو هېوادونو له لاسوهنې پرته ترسره شوه همدارنګه د چین تګلاره هم دغه ده چې هېڅکله لاسوهنه نه کوي. او د افغانستان د جیولوجي سروې یوه هر اړخیزه پروژې جوړول چې د پکتیکا ولایت د کټواز له نیفتي سیمې څخه سروې پېل شي. او د کانونو په برخه کې د چینایانو د غیري فعالیتونو په اړه چې غیري قانوني دي خبرې وکړې.   

 

د کانونو وزارت سرپرست د چین هیواد له نظرونو او همکاریو ستاینه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې یوه کمیټه جوړه کړي او د لویو کانونو د سروې په برخه کې فعالیت پېل کړي. او همدارنګه د هیواد د اقتصاد په حرکت یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته