د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د MJAM شرکت له معاون سره وکتل.

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۶ - ۱۵:۴۷
عف

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن یکشنبه د 26/4/1401 نېټې د جیولوحي سروې معین او د مس عینک پروژې رئیس په شتون کې په خپل کاري دفتر کې ورسره وکتل.  

په دغه کتنه کې د مس عینک د پروژې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو، تخنیکي، مالي، د ځمکې استملاک او د لرغونو اثارو د انتقال په اړه خبرې اترې وشوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: زموږ اساسي هدف د کانونو په سکتور کې د تحرک رامنځته کول دي، په ځانګړې توګه د مس عینک د پروژې د ستونزو حل زموږ له لومړیتوبونو څخه دی، همدارنګه یې زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې یادې پروژې پلي کولو ته زمینه برابره کړي او ژر تر ژره یې ګټې اخیستنې ته وسپاري تر څو عملي کار پرې پېل شي او د خلکو لپاره به د کار زمینه هم برابره شي چې د دواړو هیوادونو په ګټه دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳۶
Background image

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې پیل شوې

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۷مه نېټه پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۷:۳۲
Background image

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د یاد ولایت د ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

بېرته خبرونه ته