د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت غونډه تر سره شوه.

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۳:۱۶
sss

د رهبري هیئت غونډه د کانونو او پټرولیم سرپرست وزير شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور تر مشرۍ لاندې د معینانو او رئیسانو په ګډون نن پنجشنبه 14/7/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په پېل کې د یاد وزارت سرپرست وزیر د غونډې حاضرینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کانونو د قانوني او غیري قانوني استخراج، د هیواد اقتصادي ودې او د بامیان ولایت د جلمش سیمې د انټیموني کانونو د استخراج په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د وزارت د مشرتابه هیئت له لوري د بامیانو ولایت د جلمش د کانونو سیمې د لیدنې او سروې لپاره اته کسیزه هیئت وټاکل شو تر څو د یادې سیمې راپور د وزارت مقام ته وړاندې کړي. 
په پای کې یو شمېر رئیسانو د رهبري هیئت غونډې ته د خپلو فعالیتونو او دندو راپور ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د آمو دریا نفتي حوزې زمرد سای سیمې څخه د نفتو استخراج پیل شو

د آمو دریا نفتي حوزې اړوند د زمرد سای سیمې له پنځو څاه‌ګانو څخه د نفتو استخراج پیل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډ کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کانونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳۶
Background image

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې پیل شوې

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۷مه نېټه پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۷:۳۲
Background image

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د یاد ولایت د ګوشتې. . .

بېرته خبرونه ته