له کارکوونکو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۲:۴۶
ww

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ د 1/9/1401 نېټې د یاد وزارت له هغو کارکوونکو سره چې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي دي ورسره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي، د پلان او پالیسۍ مرستیال شېخ ضیاءالرحمن الاریوبي او یو شمېر رئیسانو پکې ګډون درلوده. په پيل کې سرپرست وزیر کارکوونکو ته په ټولو برخو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او باید د کانونو او پټرولیم وزارت موخو ته د رسېدو لپاره کارکوونکي له پخوا زیاتې هڅې وکړي. او همدارنګه یې وویل چې ټول کارکوونکي باید د هیواد اقتصادي ودې او د موخو تر لاسه کولو لپاره له پخوا څخه زیات کار وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ماسټرې لرونکي کارکوونکي د هیواد سرمایه وبلله او وویل: موږ هڅه کوو چې ټول کارکوونکي په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ماسټرۍ سند یې تر لاسه کړی د خپلې تحصلي رشتې په مطابق د همدې وزارت په مربوطاتو کې دنده تر سره کړي.
په پای کې د اداري فساد پر ناوړه پايلو خبرې وکړې او د وزارت له کارکوونکو يې وغوښتل چې په خپلو ورځنيو چارو کې تقوا غوره کړي او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل ديني او وجداني مسووليتونه ادا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته