د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲۳
اا

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه نن چهارشنبې په ورځ 1401/11/19 نيټې د ياد وزارت د مالی او اداري مرستيال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د دغه وزارت د رئیسانو په ګډون  د مالی او اداري  کنفرانس روم په تالار کې تر سره شوه. 

غونډه د قرآن عظيم الشان څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د  وزارت مالي او اداري مرستيال د اداري غونډې د جوړیدو د موخې تر څنګ د وزارت د وروستیو لاسته راوړنو, فرصتونو او د ستونزو د حل په اړه لنډې خبرې وکړې. او همدارنګه  يې د وزارت مسولينو ته د اسلامي احکامو د تطبيق په اړه لازمې لارښونې وکړې.

غونډه د ستونزو د حل, د کاري بهیر د چټکتیا او اسانتیا په اړه د ګډونوالو د نظرونو او وړانديزونو له وړاندې کولو وروسته پای ته ورسېده

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته