د کابل ولایت د شینې سیمې د خلکو له لوري د یو کان کشفول

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۸:۵۹
dd

د کانونو او پټرولیم وزارت ته د رالېږل شويو راپورونو له مخې د کابل ښار د دولسمې ناحيې اړوند د شينه کلي د خاکي خواجه الیاس تپې کان  کیندنه او استخراج د ځايي خلکو له لوري پيل شوې. چې د دې موضوع د لا روښانتيا لپاره د هغه ځای يو شمېر مخور او سپينږيري نن شنبې د 22/11/1401 نېټې وزارت ته راغلل.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د ياد شوي کان په اړه د مفصلو معلوماتو له اورېدو وروسته د يادې سيمې د خلکو د ستاينې په ترڅ کې د کانونو او پټروليم وزارت د دوو انجنيرانو او دوو سيمه ييزو مسوولينو په ګډون د ياد شوي کان د څېړنې په موخه یو پلاوی وټاکه. تر څو د هغه ځای د مشرانو او کور څښتن چې هلته کان موقعیت لري په اړه لنډ معلومات وړاندې کړي تر څو د کانونو د استخراج چارې په لازم او قانوني توګه د وزارت له لوري تر سره شي. 
همدارنګه چې یاد شخص له اقتصادي ستونزو سره مخ دی د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لارښونه وکړه چې یو ټن د ډبرو سکاره او د کار تر پای ته رسېدو پورې دې هره میاشت ورته 15000 افغانۍ په وړیا توګه ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۸:۵۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال براق انسال سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۸:۲۹
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ٢٧مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۲۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

بېرته خبرونه ته