د کانونو او پټرولیم وزارت کې د پورونو د کمېټې غونډې تر سره کول

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۴:۲۸
33

د پورونو د کمېټې غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د حقوقي عمومي رئیس او د عوایدو، تخنیکني تفتیش او د ولایتونو د همغږي رئیسانو او د قراردادي شرکتونو د مسؤولینو په شتون کې د 25/11/1401 نېټې د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه. 
په دغه غونډه کې د مرمر، کرومایټ، مالګې او د ډبرو سکرو کانونو استخراج قراردادي شرکتونو چې درې کاله واړندې له یاد وزارت څخه قرارداد تر لاسه کړی وه او خپلې رویالیټي یې نه وې ورکړې خبرې اترې وکړې. 
په پای کې یادې کمېټې پرېکړه وکړه چې هغه 12 شرکتونه چې (3443966) امریکايي ډالر او (468128710) افغانۍ د کانونو او پټرولیم وزارت پوروړي دي باید خپل پورونه ادا کړي. او همدارنګه پوروړو شرکتونو هم ژمنه وکړه چې خپل پورونه  به ادا کوو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته