د تضمیناتو، تامیناتو، غوښتنو، مصارفو او معاشونو غونډه ترسره شوه.

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۲:۱۶
sss

د ا.ا.ا له سترې فتحې مخکې د تضمیناتو، تامیناتو، غوښتنو، مصارفو او د معاشونو تثبیت غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ نن یکشنبه د 7/12/1401 نېټې د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د مالیې وزارت استازی او اړوندو برخو مسؤولینو هم ګډون درلوده چې د تېرې ادارې له وخت څخه پاتې تضمیناتو، تامیناتو، غوښتنو، مصارفو او د معاشونو د ورکړې په څرنګوالي  خبرې اترې وکړې.
په پای کې د پورتنیو مواردو په اړه د مالیې وزارت د استازي نظریاتو له وړاندې کولو وروسته مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري لارښوونه وکړه چې د قراردادي شرکتونو د پیسو تضمین اسناد او نور ذکر شوي موارد چې په غونډه کې پرې بحث وشو د وروستیو اجراآتو لپاره به د مالیې وزارت ته واستول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته