د کانونو او پټرولیم وزارت ته د درې نوي رئیسانو معرفي کېدل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۴:۳
wer

د کانونو او پټرولیم وزارت د درې نوي رئیسانو معرفي غونډه د یاد وزارت د جیولوجي سروې او تخنیکي مرستیالانو له لوري د یو شمېر رئیسانو او کارمندانو په شتون کې نن دوشنبه د 22/12/1401 نېټې د جیولوجي سروې معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
د جیولوجي سروې مرستیال په دې غونډه کې انجینر محمد خلیل "عالم خیل" د لابراتوارونو رئیس، انجنیر عبدالمتین "عابد" د منرالونو اکتشاف رئیس او انجنیر شفیق الله "عمران" د جیولوجي محیطي زیستی  رئیس په توګه رئیسانو او کارمندانو ته ورمعرفی کړل او هغوئ ته یې د مقرر کېدو مبارکي ورکړه له هغوئ څخه يې وغوښتل چې ياد ریاستونه  د دې وزارت له مهمو ریاستونو څخه دي او باید له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي هڅې وکړئ او په پای کې يې ورته په خپلو دندو کې د برياليتوب هيله وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته