د پورونو کمېټې اونیزې غونډې تر سره کول

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۲:۴۵
xx

د پورونو کمېټې اونیزه غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د کمېټې د غړو او پوروړو شرکتونو په حضور کې د دوشنبې په ورځ د 14/1/1402 نېټې د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
د دغې ناستې په پېل کې د وزارت  عواید رئیس د شرکتونو د پورونو په اړه  لنډو معلوماتو وړاندې کړل. 
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته پوروړو شرکتونو ته د پورونو ورکولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت او کانونو قانون سره سمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۸:۵۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال براق انسال سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۸:۲۹
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ٢٧مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۲۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

بېرته خبرونه ته