د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه جوړه شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۳:۵۳
۵۴

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د مرستیالانو، رئیسانو او بېلابېلو مسوولینو په حضور کې د وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

د غونډې په پيل کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د يو شمېر مرکزي ادارو د کړنو راپور واورېد او د ښه والي په موخه يې لازمې لارښوونې وړاندې کړې. او همدارنګه په يو لړ نورو مهمو موضوعاتو يې هم خبرې او نظرونه شريک کړل او لازم تصميمونه يې ونيول. او په پای کې مسوولينو ته د اجرااتو د ښه والي، د کار د سرعت او روڼتيا په موخه لازمې لارښوونې ورکړې.

غونډه د خېر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته