د سروبي ولسوالۍ له مشرانو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ 19/2/1402 نېټې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له مشرانو او مخورو سره د وزارت په مقام کې ولیدل.
په دې ناسته کې د يادې ولسوالۍ مشرانو او مخورو د جګدلک سيمې د تورغر یاقوت کانونو په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او د هېواد د نافذه قوانينو له مخې يې د حل غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو د حل په برخه کې د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د کان کېندنې د مسلکي کولو له قانون او طرزالعمل سره سم به د دوی غوښتنې پوره کړي.