د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه تر سره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۵:۵
www

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه نن چهار شنبې په ورځ د 20/2/1402 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د مرستیالانو، رئیسانو او د بېلابېلو برخو آمرینو په شتون کې د وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان  د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې بیا د تېرې غونډې په موضوعاتو په ځانګړې توګه د ولایتونو رئیسانو لپاره چې ټاکل شوې ده په راتلونکې اونۍ کې تر سره شي بحث او نظرونه سره شریک کړل. چې د بشري سرچینو ریاست په دې برخه کې د خپل ټول چمتوالي ډاډ ورکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غوڼدې د ګډونوالو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د شته ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې ورکړې. په پای کې غونډه د خېر دعا ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د آمو دریا نفتي حوزې زمرد سای سیمې څخه د نفتو استخراج پیل شو

د آمو دریا نفتي حوزې اړوند د زمرد سای سیمې له پنځو څاه‌ګانو څخه د نفتو استخراج پیل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډ کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کانونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳۶
Background image

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې پیل شوې

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۷مه نېټه پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۷:۳۲
Background image

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د یاد ولایت د ګوشتې. . .

بېرته خبرونه ته