د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بغلان کانونو له ریاست څخه لیدنه وکړه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۸:۴۴
bb

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او مل پلاوي د بغلان ولایت د کانونو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
په پېل کې د یاد ولایت کانونو رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه: چې د دوی په لارښوونو سره د ریاست په ورځینو چارو کې ښه نظم او خدمتونه رامنځته شوي دي.
 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دغه ریاست له کار کوونکو سره د لیدنې تر څنګ د بغلان ولایت منسوبینو، مشرانو، متنفذینو او کان کېندونکو سره هم ولیدل او یو شمېر کان کېندونکو ته یې کاري جوازونه ورکړل.  او همدارنګه یې د مسلکي کسانو له خوا د کانونو په استخراج، عصري وسایلو او د صوفونو پر تامینولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته