د چین هیواد له سفیر سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۸:۵
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین هیواد له سفیر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې پر مختلفو موضوعاتو لکه په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، او په ځانګړې توګه د قشقري نفتو پروژې د استخراج پر فعالیت او پرمختګ او د عینک د مسو کان د کار د پېل په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د قشقري نفت او عینک مسو پروژې د افغانستان د خلکو او د دواړو هیوادونو لپاره مهمې وبللې. او همدارنګه د ټولنیزو خدمتونو په اړه چې د یادې پروژې په قرارداد کې شامل دي خبرې وکړې.  
د چین هیواد سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت د هیواد  شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه د قشقري نفتي پروژې ته پر سفر خوښي څرګنده کړه. او د یادې پروژې د ګازو د فعالیت او استخراج، مالي پلان، او اداري او تخنیکي پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل. 
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پروژو د کار پر چټکتيا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته