د بامیانو ولایت د کانونو له ریاست څخه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۴:۷
ثث

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاوراو مل پلاوي د سه شنبې په ورځ د 13/4/1402 نېټې د بامیانو ولایت د کانونو ریاست له کارکوونکو سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې چې د یاد ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي هم ګډون درلود، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ولایت د کانونو ریاست د فعالیتونو او کارونو ستاینه وکړه او د کانونو د طرزالعمل په اړه یې خبرې وکړې.
ورپسې د بامیانو د کانونو رئیس د کارمندانو غوښتنې او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوئ د ستونزو د حل په موخه د همکارۍ ژمنه وکړه.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ولایت د کانونو ریاست کارمندانو ته لارښوونه وکړه چې خلکو ته د رښتینې خدمت په وړاندې کولو کې له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته