د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له ایراني پانګوال سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۵:۶
طط

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ د 23/7/1402 نېټې له یوتن ایراني پانګوال سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په کاني زېرمو د پانګونې په شته فرصتونو باندې بحث او نظرونه شریک کړل، ایراني پانګوال د سرب او جستو کانونو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته ښه راغلاست وویل او د پانګونې په برخه کې د لازمو اسانتیاو برابرولو په موخه ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته