د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو رئیسانو پېژندل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۸:۷
cc

د پنجشنبې په ورځ د 11/8/1402 نېټې دوه تنه نویو رئيسانو د پېژندګلوۍ مراسم د 30/7/1402 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د 76 شمېرې وړاندیز په اساس او د 9/8/1402 نېټې د ریاست الوزرا د 2046 شمېرې حکم په اساس وګمارل شول، چې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي له لوري معرفي شول.
ددغه حکم په اساس ښاغلی مولوي عزت الله چې مخکې د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ د رئیس په توګه دنده ترسره کوله د دعوت او ارشاد د رئیس په توګه او ښاغلی مولوي احمد عثماني د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ د رئیس په توګه وګمارل شول.
د پلان او پالیسي مرستیال نویو رئیسانو ته په خپلوچارو کې د بریالیتوب هیله وکړه ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت یادې اداري ډېرې مهمې دي، له نویو رئیسانو څخه مو دا هیله ده، چې په رښتني توګه خپلې چارې مخته یوسي.
نویو رئيسانو د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري له باور څخه مننه وکړه، ژمنه یې وکړه چې د خپلو چارو مخته وړلو کې به هرډول هڅه او کوښښ وکړي، له خپلو همکارانو نه یې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته