د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د انګلستان سفارت له چار سمبالي سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۱:۳۶
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د انګلستان سفارت له چار سمبالي ښاغلي روبیرت ډیکسن او عملیاتي مرستیالې سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د خبرو ترڅنګ یې د د واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرښه والي ټېنګار وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه: الحمدالله د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین دی او یو واحد حاکمیت شتون لري، بین الافغاني پخلاینه رامنځته شوې، همدارنګه د ټولو افغانانو لپاره عمومي عفوه اعلان شوې کولی شي چې خپل هېواد ته راستانه شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اداري فساد، نشه یي توکو، د څلورمیلیونه روږدو کسانو ټولولو، د سوالګرو بایو مټریک او هغو لپاره میاشتنۍ معاش، د اقتصادي پرمختګونو په ځانګړې توګه د  عوایدو، د کوچنیو او لویو کانونو د قراردادونو، د اسلامي امارت په ټولو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د انګلستان سفارت چارسمبالي د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه، له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو او زلزله ځپلو سره یې د مرستو د ډېروالي خبره وکړه.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي تعاملاتو غوښتونکی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته