د لسم ځل لپاره د پنجشېر ولایت د زمردو داوطلبي ترسره شوه 

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۵:۴
s

د پنجشېر ولایت د (1519) قیراطه زمردو داوطلبي د(198200) امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشېر د والي او سیمه یزو مسئولینو، سوداګرو په شتون کې د یاد ولایت په مقام کې ترسره شوه.
تر دې دمه (26000) قیراطه زمرد د دوه میلیونه امریکايي ډالرو څخه زیات په لسو داوطلبیو کې پلورل شوي دي چې پکې د اسلامي امارت 10 سلنه ونډه لري.  
هغه کسان چې په دغه داوطلبۍ کې ګټونکي شوي دي په لاندې ډول دي.
1- ښاغلی عبدالصبور د (100000) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د (317) قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
2- ښاغلی مظهرالدین د (44000)  امریکايي ډالرو په ورکولو سره د (515) قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
3 - ښاغلی حاجي محمد وصال د (28000)  امريکايي ډالرو په ورکولو سره د235 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
4 ـ ښاغلی حاجي مصطفی د (16100) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 155 قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
5 - ښاغلی حاجي عبدالشاه د 5600 امریکایي ډالرو په ورکولو سره د 142 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
6- ښاغلی حاجي عبدالشاه د (4500) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 155 قیراطه زمردو ګټونکي اعلان شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

بېرته خبرونه ته