د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد د کانونو C D C استخراجي شرکت له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۴:۵۳
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین هېواد C D C استخراجي شرکت له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو سرتاسري امنیت او افغانستان ته د بهرنیو کمپنیو په را جلبولو باندې بحث او نظرونه شریک کړل.
د C D C شرکت رئیس د شته فرصتونو د برابرولو او د هېواد په اوسني حالت خوښي څرګنده کړه ویې ویل: افغانستان د پانګونې په برخه کې د ښو فرصتونو په لرلو سره یو غوره هېواد دی او همدا راز یې د مسو، سرب او جستو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست له لوري هر کلی وشو او د هېواد د کانونو په برخه د پانګونې لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته