د آمو دریا نفتي حوزې د 60000 ټنو نفتو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۸:۵۸
سس

د آمو دریا نفتي حوزې د 60000 ټنو داوطلبي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، یو شمېر رئیسانو، ټاکلي پلاوي، د آفچین کمپنۍ او داوطلبو شرکتونو استازو په ګډون د رسنیو په شتون کې داوطلبي ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې په پیل کې وویل: د قشقري د 60000 خامو نفتو داوطلبي ارزښت 25.5 میلیونه دی، چې اوس مهال د ورځې 1100 ټنه استخراج کېږي، چې د روان 2024 کال په اوږدو کې به د آمو دریا نفتي حوزې ورځنی استخراج 2000  ټنو ته لوړ شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د 50000 زرو ټنو په ظرفیت سره په یاده سیمه کې د نفتو د زېرمې د جوړوېدو سربېره د نفتو د معیاري کار خونې جوړول او همدا راز یې د هرات ولایت نفتي حوزه چې 11 بلاکونو باندې ویشل کېږي خبرې وکړې زیاته یې کړه: افغانستان کې پنځه د نفتو حوزې شته چې د هرات نفتي حوزه د 23000 کیلو متره مربع مساحت درلودونکې ده، چې په نږدې راتلونکې کې به دیادې نفتي حوزې په قرارداد سره افغانستان په یو صادرونکي هېواد بدل شي.
په دغه داوطلبي کې 12 کمپنیو ګډون کړی وو، چې د سلطان صلاح الدین شرکت په لوړ قېمت سره د آمو دریا نفتي حوزې د 60000 زرو ټنو نفتو ګټونکی اعلان شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته