د تخار ولایت د کانونو ساتنې کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۶
12

د لومړي ځل لپاره د کانونو ساتنې کمېټې غونډه د تخار ولایت د والي مولوي عبیدالله امین زاده په مشرۍ  د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه، په یاده غونډه کې د کاني موادو د قاچاق مخنیوی، د غیر قانوني استخراج او د تخار ولایت د کانونو د ساتنې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د تخار والي د کمېټې د کاري طرزالعمل په پلي کېدو ټینګار وکړ او د تخار ولایت د کانونو له رياست سره یې د یادې کمېټې د همکارۍ سربېره د امنیه قومنداني او استخباراتو مسئولینو ته د غیري قانوني کان کیندنې په برخه کې یې ورسره د همکارۍ خبره وکړه او په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت د کادسټر عمومي رئیس حافظ محمد فرید او مل پلاوي چې یاد ولایت ته په سفر تللي د ولایت د مقام او سیمه یزو ادارو مسئولینو سره یې په لیدنه کې د یاد ولایت د کانونو ساتنې کمېټې سره د همکاریو غوښتنه وکړه.
په پای کې د کمېټې غړو خپل نظریات، غوښتنې او د تخار ولایت د کانونو د ساتنې د حل لارې په اړه یې خپل نظریات شریک کړل او دلازمو همکاریو ژمنه یې وکړه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته