د پورونو کمېټې غونډه ترسره شوه

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۴:۴۳
سس

د پورونو کمېټې غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د مرستیالانو، رئیسانو او د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د عوایدو د تنظیم ریاست له لوري د کانونو او پټرولیم وزارت د پورونو د ورکړې په موخه لنډ معلومات وړاندې شول، ورپسې یې د پور وړیو شرکتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګډونوالو د نظریاتو او غوښتنو له اورېدو څخه وروسته یې د کانونو او پټرولیم وزارت د پورونو د ورکړې په برخه کې یې د کمېټې غړو د حل لارې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته