د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۹:۳۹
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ رهبري غونډه، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او رییسانو په ګډون ترسره شوه.
په پیل کې یې د کانونو په برخه کې د لا ډېرې روڼتیا په موخه د طرزالعمل د پلي کېدو، د لویو او کوچنیو کانونو د قراردادونو، د کان کیندنې جوازونو او نورو اړوندو موضوعاتو چې په طرزالعمل کې شامل دي د لویو کانونو د ریاست له لوري د پلان او پالیسي معینیت تر څارنې لاندې ترتیب شوی و ولوستل شو، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له لوري ورته په دې برخه کې لازمې لارښوونې وشوې، یاد طرزالعمل به د امیرالمومنین حفظه الله له منظورۍ وروسته د کانونو په برخه کې عملي شي.
دغه راز په دې غونډه کې د تېرې اونۍ د موضوعاتو د څارنې سربېره د مقام د دفتر رییس له لوري د یو شمېر ریاستونو کاري راپورونو او وړاندیزونه د منظورۍ په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
  په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت په بېلابېلو برخو کې د ستونزو د حل او د چارو د لا ښه والي او چټکتیا په موخه د وزارت د مشرتابه له لوري د غونډې ګډونوالو ته لازمې لارښوونې و شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

بېرته خبرونه ته