د 10.54 میلیونه امریکايي ډ الرو په ارزښت دانګوت سیمې د 20000 ټنه خامو نفتو د پلور داوطلبي ترسره شوه

urgent_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۰:۴۹
س

د آمو دریا نفتي حوزې دانګوت سیمې د 20000 ټنه خامو نفتو د پلور داوطلبي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د نفتو او ګازو د امارتي شرکت رئیس انجنیرحسن، یو شمېر رئیسانو، ټاکلي پلاوي، داوطلبو شرکتونو او رسنیو په شتون کې د وزارت د غونډو په تالار کې داوطلبي ترسره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې د پرانیستې په مراسمو کې د کانونو په برخه د پانګونې په شته فرصتونو، د کاري زمینه برابرولو او د هېواد د اقتصادي پراختیا په اړه خبرې وکړې.

دغه راز یې د هرات ولایت د نفتو او ګازو د 11 بلاکونو چې 23000 کیلومټره مربع مساحت لري، د کټواز نفتي حوزه چې 40000 کیلومټره مربع مساحت لري په اړه یې خبرې وکړې زیاته کړه: یو شمېر ملي او نړیوالو کمپنیو دیادې پروژې د قرارداد په موخه خپل پروپوزلونه وړاندې کړي دي ا ن شاءالله چې ډېر ژر به د یادې پروژې تړون لاسلیک شي.

همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د 10 ورځو په موده کې د آمو دریا نفتي حوزې قشقري سیمې څخه د یولک دېرش زره ټنه خام نفت د 72 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د پروسس په موخه د هېواد دننه په کورنیو شرکتونه باندې پلورلي دي.

په دغه داوطلبۍ کې 10 کمپنیو ګډون کړی وو، چې قیصار بابا شرکت د لوړ قیمت په وړاندې کولو سره  د 10.54 میلیونه ډالرو په ارزښت د امو دریا نفتي حوزې انګوت سیمې د 20000 ټنو خامو نفتو ګټونکی اعلان شو.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست یادونه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی ترڅو د هېواد له پراخو طبیعي زېرمو څخه په استفادې د اقتصاد د ښه والي په ځانګړي ډول د عوایدو د کچې د لوړولو، د کار پیدا کولو، د خلکو ستونزو د حل او د ژوند د ښه والي لپاره کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته