د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغان پټرول شرکت له استازي سره وکتل

urgent_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۸:۳۶
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د افغان پټرول شرکت له استازي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په ځانګړي ډول د هېواد د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د امنیت پر ښه والي سره په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه برابر شوی دي او د افغانستان د نفتو او ګازو مساحت شاوخوا دوه سوه زره کیلومټره مربع دی، چې استخراج او اکتشاف یې د کانونو او پټرولیم وزارت له لومړیتوبونو څخه دی، ترڅو د هېواد د ملي پانګوالو په همکارۍ و کولای شو له طبیعي او کاني زېرمو څخه د اقتصادي ودې او د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې ګټه پورته کړو او موږ هڅه کوو چې ملي او نړیوال پانګوال له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي.

موږ د ملي او نړیوالو پانګوالو د هڅونې او جذب په موخه،  قانوني همکارۍ او د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته چمتو یو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

بېرته خبرونه ته