د پنجشېر ولایت زمردو اوومه داوطلبي ترسره شوه

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۴۸
س

د (124600) امریکايي ډالرو په ارزښت د (3977) قیراطه زمرد د 16/5/1403 نېټې د پنجشېر د والي استازي، کانونو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندونکو او رسنیو په شتون کې دیاد ولایت د غونډو په تالار کې د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې وپلورل شول.

په دغه داوطلبۍ کې د هېواد 100 تنو سوداګرو برخه اخیستې وه، دغه راز وروسته له هغې چې د دې ولایت د رهبرۍ په کوښښ د پنجشېر ولایت زمردو د ښوولو او نړیوالو بازارونو ته د پېژندلو لپاره هڅې وشوې، د دې ولایت د زمردو د پلور بازار او نرخونه ښه شوي دي اوس د دې ولایت زمرد د هېواد په نوم په لوړه بیه پلورل کېږي، د یادونې وړ ده چې د پنجشېر ولایت د زمردو کانونو د کیندنې په برخه کې پنځلس زره تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي او په راتلونکې کې به د کانونو د استخراج په پراختیا سره لا ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته