د بامیانو ولایت په کانونو کې سلګونه هېواد وال په کار بوخت دي

sp_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۵۸
س

بامیانو ولایت د هېواد د مرکزي ولایتونو له جملې څخه دی چې د سرب او جستو کانونو سربېره په پراخه کچه نورې کاني زېرمې هم لري اوس مهال یې دقراردادي شرکتونو له لوري د ځینو کانونو د کیندنې چارې په پوره روڼتیا سره روانې دي، چې پکې سلګونه هېواد وال په کار بوخت دي.

دیادو شرکتونو مسوولینو د سیمو خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو لکه د جوماتونو په جوړولو او بېوزله کورنیو سره د مرستو او د چاپیریال ساتنې په موخه يې 3500 ميوه لرونکي او غير ميوه لرونکي نيالګي  کینولي دي، په دې توګه د سیمې خلکو د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت څخه خوښي څرګنده کړه، چې دوی ته یې د کاري زمینې برابرولو تر څنګ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې کار کړی دی، د غه راز د یادو شرکتونو مسوولینو وویل: چې د کانونو د استخراج په پراختیا سره به د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې لا زیات کار وکړي سربېره پر دې به ګڼ شمېر نورو ځوانانو ته د کانونو د استخراج په برخه د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته