د مسلکي زده کړو په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون لس تنو فارغانو معرفي
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نفتو او ګازو څانګې لس تنه فارغان د شنبې په ورځ 5/8/1403 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د ترکیې سفیر سونداج شرکت ته د دوه بعدي سایزمیک زده کړو په موخه ور وپیژندل شول.
یادو فارغانو ته به د استوګنې، ډوډۍ خوړولو ترڅنګ د دوی د هڅونې په موخه یوه اندازه معاش هم د یاد شرکت له لوري په پام کې نیول شوی دی.
