د لوګر ولایت د سمنټو کارخونې تړون لاسلیک شو

urgent_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۲:۴۹
د لوګر ولایت د سمنټو کارخونې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د افغان ساکو د کان کیندنې پروسس سوداګریز شرکت سره د لوګر ولایت د التمور سیمې د سمنټو تړون د سه شنبې په ورځ د 1403/10/4 نېټې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر او رسنیو په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري او د یاد شرکت د رئیس وو زیدان له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې کارخونې په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د خوښې ځای دی چې نن ورځ موږ د سمنټو د یوې سترې پروژې دلاسلیک شاهدان یو، د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې (623) میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو پروژو څلور ستر تړونونه لاسلیک کړي دي، چې په دې سره زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي او دیادو پروژو چارې په چټکتیا سره روانې دي او نن ورځ د لوګر ولایت د التمور سیمې د سمنټو تړون د (145) میلیونو ډالرو په ارزښت د افغان ساکو شرکت سره لاسلیک کوو، چې د سمنټو ورځنی تولید به یې 2500 ټنه وي او په دې سره به سلګونو ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي او د شرکت د ژمنې سره سم به په طبي او تعلیمي برخو کې هم خلکو ته ټولنیز خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته