د کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو د ګډې کمېټې غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج په مشرۍ، د بېلا بېلو برخو رئیسانو او د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي او عملیاتي مرستیالانو، یوشمېر رئیسانو او د تخنیکي برخې استازو په ګډون د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴/۱/۲۴ نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د لازیاتې همغږۍ په رامنځته کېدو ټینګار وکړ دغه راز دواړو لورو د معلوماتو د تبادلې او سیسټمونو د وصل کېدو پر چټکتیا، نړیوالو نرخونو او د افغانستان شرایطو ته په کتو د بېلا بېلو کاني موادو قیمتونه ټاکل، د کانونو په برخه کې د عوایدو د لوړولو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې د کمېټې غړو په ګډه د یوشمېر ولایتونو له کانونو څخه د څارنې په موخه خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل.