د پاليسۍ او برنامو مرستیال د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو مسوول سره ولیدل

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۷:۵۶
د پاليسۍ او برنامو مرستیال د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو مسوول سره ولیدل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پاليسۍ او برنامو مرستیال شيخ الحديث مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۴ هـ. ش کال د ثور په ۸مه نېټه له ښاغلي الحاج فاتح چایاباتماز د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو مسوول، نورالدین ارزروم د دانګه ګروپ رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي فاتح په ټول افغانستان کې د امنیت له ټینګښت څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل: د اسلامي امارت له راتګ سره ډېر کارونه د اقتصادي پرمختګ او پانګونې په برخه کې، په ځانګړي ډول د کانونو په سکټور کې ترسره شوي دي، دغې چارې نړیوال پانګوال هڅولي دي، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې دوی غواړي د هېواد د کاني سرچینو په ځانګړي ډول د نفتو او سرو زرو په برخه کې پانګونه وکړي، د وزارت له مشرتابه یې وغوښتل چې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
د پاليسۍ او برنامو مرستیال د دوی د لیدنې څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه ویې ویل: اسلامي امارت په افغانستان کې د هر ډول پانګونې زمینه برابره کړې ده ټول ملي او نړیوال پانګوال کولای شي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي دا هم زیاته کړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه به د پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو کې هېڅ راز هڅه او زیار ونه سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته