د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

kamran2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۲۲:۱۱
بیروج

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ (بولۍ) دیاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم، د کمېټې غړو، سیمه یزو مسوولینو، او د ولایتي ادارو د بېلا بېلو ریاستونو استازو په شتون کې دیوې رڼې پروسې په ترڅ کې  ترسره شوه.
په یاده بولۍ کې(١٦٥) کیلوګرامه بېروج  د(١٢٠) میلیونه افغانیو په قیمت سره و پلورل شوې، چې پکې د اسلامي امارت ونډه (١٢) میلیونه افغانۍ ده.
د يادونې وړ ده چې په یاده بولۍ کې د لومړي ځل لپاره د نورستان له کانونو څخه استخراج شوي یاقوت هم وپلورل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

بېرته خبرونه ته