د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

kamran2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۳۴
news

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهار شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۵مه نېټه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري یو شمېر رئیسانو په شتون کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال د صنعت او سوداګرۍ له وزیر اولیګ ولادیمرو ویچ کورو بچینکو او مل پلاوي سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او تاتارستان د ګډو اقتصادي اړیکو او پانګونې پیاوړتیا په موخه خبرې وکړې.
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د خپل هېواد د کمپنیو په اړه معلومات وړاندې کړل زیاته یې کړه:  زموږ شرکتونه د نفتو، اوسپنې او سر زرو په برخه کې د ښو تجربو په لرلو سره په بېلابېلو هېوادونو کې کار کوي او ژمن یو چې دافغانستان د کانې زېرمو په برخه کې ګډې همکارۍ او د پانګونې په برخه کې کار وکړو دغه راز یې د نفتو، جستو، اوسپنې او سروزرو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کاني زېرمو په برخه کې د دوی د لېوالتیا هر کلی وکړ ویې ویل: افغانستان پراخه کاني زېرمې لري تاسې کولای شئ چې د کاني زېرمو د سروې، د ګازو او نفتو د استخراج او پروسېس کارخونو جوړولو کې پانګونه وکړئ موږ چمتو یو چې تاسو ته د افغانستان د کاني زېرمو په برخه د پانګونې په موخه اسانتیاوې رامنځته کړو او ګډو همکاریو ته دوام ورکړو.
په پای کې دواړو لورو د ګډو تخنیکي ټیمونه پر جوړولو د کانونو د سروې، اکتشاف او کیندنې په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

بېرته خبرونه ته