د کانونو او پټرولیم وزیر د سیتوایا کمپنۍ څخه لیدنه وکړه

kamran_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴۳
minister

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، چې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال یې هم ملتیا کوله د تاتارستان پلازمېنې کازان کې د برېښنايي توکو او مېټرونو د تولید سیتوایا کمپنۍ څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د افغانستان د برېښنا شبکې په اړه د یادې کمپنۍ رهبرۍ ته معلومات ورکړل او غوښتنه یې وکړه تر څو د مېټرونو د الکټرونیکي کولو او واحدې شبکې په جوړولو کې ګډ کار وکړو، د نوموړې کمپنۍ مشرتابه پلاوي په یادو برخو کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې له افغان تخنیکي انجینرانو سره تر کتنې وروسته به هڅه وکړو ترڅو په افغانستان کې یو تخنیکي ورکشاپ جوړکړو. همدا راز یاد پلاوي د هیمګران صنعتي پارک څخه هم کتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزیر د خپل سفر په ترڅ کې د کازان د انرژۍ پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال یې د افغان محصلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ، نوموړي د پوهنتون له استازو غوښتنه وکړه، چې د برېښنا او نفتو په برخو کې د افغان انجینرانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې همکاري وکړي، د یاد پوهنتون مشرتابه پلاوي په انلاین او حضوري توګه د زده کړو په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته