د غزني ولایت د زرکشانو کان هوکړه لیک لاسلیک شو

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۲۰:۱۹
news


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه د غزني ولایت د زرکشانو د پولي میتال کان هوکړه لیک د اکشتاف، استخراج او پروسس په موخه د خیبرحسن شرکت سره لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کړې چې د کانونو د مسلکي کیندنې په موخه له هغو شرکتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې ښې وړتیاوې لري، نوموړي زیاته کړه یاد کان ۲۴۰ کیلومټره مربع مساحت لري، د کانونو څخه د لاښې ګټې اخیستنې او روڼتیا په موخه یې هوکړه لیک د خیبرحسن شرکت سره لاسلیک شو، چې په دې سربه د کان کیندنې او تړونونو د لاسلیک په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۶:۱۰
Background image

د معلوماتي سیسټمونو ریاست د NTA قراردادي بستونو ازموينه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتي سیسټمونو ریاست له لوري د اوو NTA قراردادي بستونو ازموينه چې په کې ۲۱ تنو ګډون کړی وو ترسره شوه.
د ګډونوالو اسناد د رڼې ارزونې وروسته، د برېښنايي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

د امو دریا نفتي حوزې د خامو نفتو داوطلبي ترسره شوه

د امو دریا نفتي حوزې قشقري سیمې د ۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو داوطلبي د هایدرو کاربنونو د تنظیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل مسلم او د کمېټې غړو له لوري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۲۰:۱۹
Background image

د غزني ولایت د زرکشانو کان هوکړه لیک لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه د غزني ولایت د زرکشانو د پولي میتال کان هوکړه لیک د اکشتاف، استخراج او. . .

بېرته خبرونه ته