د کانونو او پټرولیم وزیر د هرات د سمنټو پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

kamran2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۸:۳۲
news

د کانونو او پټرولیم محترم وزارت وزیر هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هرات د سمنټو پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یادې پروژې مسؤلینو د تطبیقي بهیر، تخنیکي پرمختګونو او تر دې دمه د ترسره شویو فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د پروژې د راتلونکو پلانونو او پړاوونو په اړه یې وضاحت وکړ.
ښاغلي بدري د معلوماتو له اورېدو وروسته، د یادې مهمې اقتصادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د تړون له ژمنو سره سم کارونه لا ګړندي او پر وخت پر مخ یوسي.
نوموړي دغه راز د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له مهمو صنعتي بنسټونو څخه وبلله او ویې ویل، چې د دې پروژې بشپړېدل به د کورني تولید د پیاوړتیا، د وارداتو د کموالي او د سلګونو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته کانونو او پټرولیم وزارت د سمنټو په برخه کې د ځان بساینې په موخه د هرات په ګډون په قندهار، لوګر، پروان او جوزجان کې پنځه سترې پروژې لاسلیک کړي .

Image 1 Image 2

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

بېرته خبرونه ته