په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
news


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د کانونو رئیس، د اړوندو ادارو سیمه‌ییزو مسوولینو، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
په یاده بولۍ کې(۳۶۵۷) قیراطه زمرد د(۳,۸۷۰,۹۴۲) درې میلیونه اته سوه اویا زره نهه سوه دوه څلوېښت افغانیو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، چې دا د کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۷:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمن ‌باشي بندر څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد په ترکمن ‌باشي بندر کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې لپاره د نللیکو او اړینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

مالي او اداري مرستیال له بهرنیو پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین هېوادونو له پانګوالو سره وکتل.
یادو پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوي سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس، د کمېټې غړو، سیمه ییزو مسوولینو، د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

بېرته خبرونه ته