د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
news

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی. نومو‌ړی پلاوي د خپل کاري سفر پر مهال د حصارک ولسوالۍ سرپنټین معادن، کنجکي لاجیګړ او جوکان ساحې له نږدې وکتلې.
پلاوي د ځانګړې کړنلارې له مخې د کېندنو بهیر، د قراردادي شرکتونو فعالیتونه او اړوند موارد ارزولي، ترڅو د کان کیدنو په چارو کې اصلاحات رامنځته شي. همدارنګه، د کانونو مسلکي کېندنې او شفافیت د تأمین په موخه له یادو شرکتونو سره ارزنیزې ناستې ترسره شوې او لازمې سپارښتنې وړاندې شوې. ټینګار وشو چې ټول اصولي جواز لرونکي شرکتونه به د ټاکل شوو معیارونو له مخې تنظیم او مدیریت شي.
سربېره پر دې، پلاوي د چاپېریال ساتنې او د کاني زېرمو د معیاري استفادې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته