د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج بهیر څېړل، د کانکیندنې پر وړاندې شته ستونزې معلومول، د کاني موادو د پروسس اړوند ننګونو ارزول او د روانو فعالیتونو څارنه وه، سربېره پردې د یکاولنګ ولسوالۍ د زینکو کانونه هم له نږدې وکتل شول.
د ارزونې پر مهال د کاني موادو د کورني پروسس پر پراختیا، د استخراج د معیاري اصولو عملي کېدو، د کارکوونکو خوندیتوب او د کاني سرچینو د اغېزمنې ساتنې پر اړتیا ټینګار وشو، ترڅو د کانونو چارې په منظم ډول پرمخ ولاړې شي.
