د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
امضاء قرار داد آهن ولایت بامیان

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې رویالټي په بدل کې د نظري رحیمي او خان وزیري شرکتونو له استازو سره لاسلیک کړ.

امضاء قرار داد آهن ولایت بامیان

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد کان په اړه خبرې وکړې ویې ویل، د دغه کان تړون د ۳۰ کلونو لپاره په دې شرط لاسلیک کېږي، چې قراردادي شرکتونه د کانونو له اصولو، کړنلارو او خپلو ژمنو سره سم فعالیت او کار وکړي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د قراردادي شرکتونو له ژمنو او هوکړو سره سم به د کان سل سلنه پروسس د هېواد دننه ترسره کېږي. سربېره پر دې یې د ټولنیزو خدمتونو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به لسګونو افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

بېرته خبرونه ته