د کابل پولي تخنیک پوهنتون زده کړیالان د جیو فزیک ټیم سره یو ځای د عملي زده کړو په جریان کې - د افغانستان جیولوژی سروې

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۱۳:۳
123

په کاري ساحه کې د عملي کارونو ترسره کول د زده کړې دورې له مهمو مسائلو څخه دي، په خاص ډول دانجینرۍ لپاره اړین دي

د کابل پولي تخنیک پوهنتون دوه تنه قدرمن استادان او (۲۰) تنه زده کړیالان، د عملي زده کړو د ترلاسه کولو پخاطر د روان کال د  زمری میاشتې په ۳۱ نیټه د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ سیاه دره سیمې ته، د عملي زده کړو پخاطر لاړل

دغه زده کړیالان د جیو فزیک ټیم – دافغانستان د جیولوژی سروې سره یو ځای د بامیان ولایت د یکناولنګ ولسوالی په سیاه دره سیمه کې په څیړنو بوخت دي؛ د یادولو وړ ده چې په دغه عملي دوره کې، د زده کړیالانو لپاره علمي میتودونه لکه: ګراویمتري، مگنیتومتري، رادیومتري و نمونه اخیستل پتروفزیکي په باره کې معلومات ورکړل شول چې دوه عمده برخې یې یعنی د ساحې اندازه ګیري( د معلوماتو راجمع کول) او پروسس ( تعبیر او تفسیر کول) له معلوماتو څخه عبارت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) امریکایی دالر په پانګونې او د ۲۰. . .

بېرته خبرونه ته