کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو د غیر قانوني کېندنو د مخنیوي او د صنایع استخراجی سکټور په برخه کې د شته ستونزو په اړه د کندهار، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو له والیانو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۱:۴۱
cc

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند، نن ورځ مخکې له غرمې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره ته لاړ او د ویډیویې کنفرانس په ترڅ کې یې د کندهار، هرات، ننګرهار او هلمند ولایتونو له والیانو سره د غیرقانوني کېندنو او په صنایع استخراجي سکټور کې د ستونزو د حل په موخه، د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دغه ناسته کې د کندهار ولایت والي، د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون کړی ؤ. په لومړي سر کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د کانونو غیرقانوني کېندنو او د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور د راتلونکو برنامو ته په اشارې وینا وکړه.

همدا رنګه د ولایاتو د رهبرۍ له همکاري څخه ستاینه وکړه، او د ولایاتو په همکارۍ یې کانونو وزارت د هېواد د عایداتې سرچینو څخه یاد کړ.

او همدا ډول د ننګرهار، هرات، هلمند او کندهار ولایتونو والیانو، د موضوع په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې د ترسره کړو کارونو او اجراآتو څخه ‌‌ذکر وکړ.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د کانونو د استخراج په برخه کې د ولایاتو په همکارۍ ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې د هېواد د کانونو د غیرقانوني کېندنو د مخنیوي بنیادي لاره د کاني سیمو قانوني کول او په دې برخه کې یې کانونو او پټرولیم وزارت د ملي تدارکاتو کمیسیون او د عالي اقتصادي شورا په مستقیمه همکارۍ د جدي اقداماتو د تر سره کولو څخه یادونه وکړه.

#ننګرهار #هرات #هلمند #کندهار #کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۴۵
Background image

د هېواد د کانې زېرمو په برخه کې ترکي پانګوال خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوتن ترکي پانګوال سره وکتل.
یاد پانګوال د کاني زېرمو په برخه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۴۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د لغمان له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره وکتل.
په دې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۳۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشتې په ۱ نېټې په خپل کاري دفتر کې د سعودي عربستان دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس شاهر. . .

بېرته خبرونه ته