د افغانستان صنایع استخراجي سکټور د روڼتیا نوښت (AEITI) پنځه څلویښتمه څو اړخیزه ګروپي ناسته ونیول شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۴
xxx

 

د افغانستان صنایع استخراجي سکټور د روڼتیا نوښت (AEITI) پنځه څلویښتمه څو اړخیزه ګروپی ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي عنایت الله مومند، د پالیسیو او برنامو مرستیال، د اړوند څو اړخیز ګروپي غړو لکه: د ماليې وزارت نمایندګانو، د پلټنې (تفتیش) عالي ادارې، خصوصي سکټور او د مدني ټولنو د غړو په ګډون د دې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

 

د ناستې په سرکې، کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د پالیسیو او برنامو مرستیال د څو اړخیز ګروپ له اړوند غړو؛ چې په هغه کې د AEITI سکرتریت، د کانونو او پټرولیم وزارت ریاستونه، مالیې وزارت او د مربوطه اداراتو له نه ستړي کیدونکو هلو ځلو څخه مننه وکړه او ۲۰۱۹ کال یې د لاسته راوړنو او د افغانستان لپاره د یو ځل بیا غړیتوب له ترلاسه کولو څخه ډک وباله.

په نوموي ناسته کې د افغانستان صنایع استخراجي سکټور د روڼتیا نوښت (AEITI) د شپږم راپور د سمون، د ورکړل شویو قراردادونو د پلټنې( تفتیش)، د ډبروسکارو او افغان ګاز مالي تصدیو د بیلانس، د روڼتیا نوښت تأثیراتو د بیا څارنې، د څو اړخیز ګروپ د حاضری، د ارتباطي ستراتیژۍ، د (AEITI) کلني راپور، د شخړو د حل په میکانیزم، د ۲۰۱۹  او ۲۰۲۰ کالونو د کاري پلانونو او د سکرتریت په تشکیلاتي چارټ اوږد بحث ترسره شو.

 

 د ناستې په پای کې د اړوند شریکانو د معلوماتو په راټولولو او د افشا په څرنګوالي، د تصدیو په مالي بیلانسونو او د (AEITI)په کاري پرمختګونو بحث او په نظرونو کې یې فعالیتونه د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې د ډیرو پرمختګونو څخه ډک یاد کړل.

 

 د یادونې وړ ده چې، افغانستان د ۲۰۱۰ کال راپدېخوا د صنایع استخراجي سکټور د روڼتیا نوښت (EITI)غړیتوب له ځانه سره درلود. تیر کال په جنوری میاشت کې یې غړیتوب له دې امله ځنډول شوی، چې په صنایع استخراجي سکټور کې د روڼتیا نوښت (EITI) معیارات یې په ښه شان نه وو پلي کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته